د تقویتي دوز واکسینو د تطبیق په اړه پوښتنې او ځوابونه
په لاندې نېټه پوښتنه مطرح کېده: 26.08.2022
د تقویتي دوز واکسینو په اړه معلومات
د واکسینو د تطبیق دائمې کمېټه (STIKO) د ټولو هغو اشخاصو لپاره د تقویتي دوز واکسینو د تطبیق سپارښتنه کوي چې عمرونه یې تر 12 کلونو لوړ وي. تقویتي واکسینونه باید mRNA واکسین سره د وروستۍ واکسین ډوز یا SARS-CoV-2 ناروغۍ څخه د لږترلږه 6 میاشتې وروسته ورکړل شي. په مستدلو فردي مواردو کې، دغه واټن 4 میاشتو ته را ښکته کېدلی شي.
د واکسینو مستقل کمیسیون (STIKO) د 60 کالو څخه پورته عمر لرونکي خلکو ، او د پاملرنې په مرکزونو کې د پاملرنې لپاره اوسیدونکو ، د پنځه کلنۍ څخه د بدن د مدافعتی نظام د خرابی لرونکي خلکو او په طبي تاسیساتو او پاملرنې تاسیساتو کې کار کؤنکو لپاره د دوهم بوسټر واکسین وړاندیز کوي.
د خلکو د روغتیا له خطر سره مخامخ ګروپونو کې، دویم بوسټر واکسین باید د لومړي بوسټر واکسین کوم چی د mRNA واکسین سره وی، څخه کم نہ کم درې میاشتې وروستو ورکړل شي. په طبي او نرسنګ تاسیساتو کې کارمندان باید په لومړي سر کې شپږ میاشتې وروسته دوهم بوسټر واکسین ترلاسه کړي.
د هغو کسانو لپاره چې د لومړي بوسټر واکسین کولو وروسته د SARS-CoV-2 تزریق څخه تیر شوي وي نور د تقویتي دوز واکسین سپارښتنه نه کیږي.
د تقویتي دوز واکسین له ناروغۍ وروسته هم تجویز کېدی شي. که چېرې ناروغي له لومړي یا دوهم دوز واکسینو له تطبیق وروسته پیدا شوې وي، نو تقویتي دوز واکسین باید له ناروغۍ یا وروستي واکسین حداقل 3 میاشتې وروسته تطبیق شي. د تر ټولو غوره ممکنه معافیت (ترکیبي معافیت) ترلاسه کولو لپاره، تقویتي واکسین هغو غیر واکسین شویو کسانو ته څوک چې درې یا ډېرځلونه د کورنه په ناروغۍ اخته شوی وي توصیه کېږي.
ساینسي موندنې ښیي چې د تقویتي دوز واکسین کول د لوړې کچې حفاظت رامنځ ته کوي. څرنګه چې د حمل لرونکو میرمنو لپاره د واکسین کولو سره کوم ځانګړي خطرونه شتون نلري، د بوسټر واکسین یا واکسین کولو عمومي سپارښتنه هم د حمل لرونکی میرمنی پرمهال پلي کیږي. دا پدې مانا ده چې هغه حمل لرونکی میرمنې چې دمخه یې د واکسین دوه دوزونو سره واکسین شوي وي په درې میاشتنۍ کې د mRNA واکسین Comirnaty سره یو تقویتي دوز واکسین د لومړني واکسین کولو لپاره لږترلږه د 3 میاشتو وقفې سره سپار کیږيښتنه.
د تقویتي دوز واکسین د mRNA (Comirnaty® یو له دوو هغو تائید شویو واکسینو سره تطبقېږي چې د BioNTech/Pfizer یا Spikevax® او یا هم Moderna لخوا یې سپارښتنه شوې وي. د جانبي عوارضو مختلفو اړخونو ته په کتو سره، په ځانګړي ډول په ځوانانو کې تقویتي دوز واکسین د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې تر 30 کلونو کم وي، تنها باید دBioNtech/Pfizer واکسین سره یو ځای تطبیق شي ترڅو مناسب حفاظت رامنځ ته کړي. مکمل ډوز باید د تقویتي وکسین لپاره دBioNtech/Pfizer او نیم دوز باید دModerna واکسین سره یو ځای استفاده شي.
نه، د واکسین کولو دایمي کمیټه (STIKO) د بوسټر واکسین لپاره د BioNTech څخه Comirnaty® یا Moderna څخه Spikevax® mRNA واکسین وړاندیز کوي. د Novavax د پروټین پر بنسټ د COVID-19 واکسین Nuvaxovid® د 12 کالو څخه پورته عمر لرونکي خلکو کې د لومړني مدافعت جوړؤلو لپاره کارول کیږي.
په اصل کې د وکسینو هم مهاله تطبیق ستونزه نه لري.
یو ساده زکام نه باید د دې لامل شي د واکسینو له تطبیق مو را وګرزوي. که چېرې یو څوک تبه ولري، کېدی شي د واکسینو تطبیق تعلیق کې واچول شي. بهتره ده چې دا موضوع د خپل فامیلي ډاکټر سره پوښتنہ اوکړئ.
په فردي ډول د واکسینو له امله د رامنځ ته شویو ناموافق اثراتو ارزونه مشکله ده. تحقیق ښئي چې تقویتي دوز واکسین په سمه توګه یعنې د نورمالو واکسینو په شان تحمل کېدی شي.
هغه اشخاص چې د کووېډ-19هغه واکسین یې کړی چې په اروپا کې نه دی تائید شوی، پہ پورہ توګه جدي واکسینو ته اړتیا لري. دا یوازنۍ لاره ده چې هغوی په اروپا کې د واکسینو د تطبیق سند پیدا کولای شي . د جدي واکسینو د تطبیق ټولګه 28 ورځې وروسته کېدی شي په چټکۍ سره پیل شي.
د واکسینو د تطبیق په اړه وړاندیزونه او د ملاقاتونو لپاره پلان جوړونه
د واکسیناسیون خدمتونه تقریباً د راجستر شویو داکترانوپه 7,000 کلینیکونو کې او همدارنګه دغاښو ډاکټرانو دفترونو او درملتونونو کې موجود دی. دا د باډن ورټمبرګ ایالت کې هره اوونۍ تقریباً 810,000 واکسیناسیون ممکن کوي.
هو، د تقویتي دوز وکسینو د تطبیق لپاره باید د لومړي او دوهم دوز واکسینو زېړ رنګه ،د واکسینو د تطبیق دیجیتلي یا بدیل کارت، د درملو د تصویر د تشخیص کارت، او د هغو اشخاصو په اړه چې د بدن د دفاعي سیستم ستونزې لري، درمل، د اړونده روغتیایي مرکز تصدیق پاڼه، اولیه روغتیایي موندنې یا د ډاکټر د یاداشتونو ښودل.
د کورونا وایروس پروړاندې د واکسینو د تطبیق لپاره ثبوت یوازې د QR کود له لارې شونی دی. له دې وروسته د واکسینو د تطبیق زېړ رنګ کارت نه منل کېږي. د QR کود د واکسینو د تطبیق د دیجیتلي تصدیق پاڼې په مخ درج دی چې اشخاص یې یا مستقیما د واکسینو د تطبیق پرمهال ترلاسه کوي یا کولای شي د واکسینو له تطبیق وروسته یې د زېړ رنګه کارت د درلودو په صورت کې له درملتونونو څخه ترلاسه کړي. وروسته کولی شو د QR کود د Corona-Warn-App پروګرام یا CovPass-App اپلېکشن له لارې اولؤلو، خو په کاغذي ډول هم د تائید وړ ده.
د واکسینو تطبیق د فدرال حکومت لخوا صورت حساب یا سجل کېږي، یعنې د بیمې کارت ته اړتیا نشته. د واکسینو تطبق معمولا پرته له دې چې د استوګنې وضعیت په پام کې ونیول شي، د تطبیق وړ دي.
#dranbleibenBW
په ټولنیزو رسنیو کې موږ سره و اوسئ