هر هغه څه چې باید د واکسینو په تړاو ور باندې پوه شئ
هره ورځ د کورونا وبا او واکسینو د تطبیق په اړه نوي معلومات نشرېږي. ځینه وخت د هغې تعقیب یا څارنه سخته وي. له دغې موضوع څخه بی ارامہ کېدل د درک وړ دي - نهایتا دا موضوع ستاسو په بدن او روغتیا پورې تړاو لري. د دې لپاره چې ستاسو پرېکړه یا تصمیم آسانه کړو، په لاندې کې به د واکسینو د تطبیق دلائل او د خطرونه طبقي بندي تشرېح کړو.
د واکسینو د تطبیق لپاره غوره دلیلونه
د واکسینو د تطبیق لپاره ښه دلائل شتون لري. موږ د موجودو دلائلو ترټول مهم هغه تاسو ته درښیو.
د ناروغۍ د جدي پرمختګ او اوږدمهاله زیانونو پروړاندې خوندیتوب
هر هغه شخص چې اوس په کورونا ناروغۍ اخته دی، باید د دې ناروغۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې په لوړۍ کرښې کې واوسي، دا ځکه چې تراوشه د دې ناورغۍ مؤثر درمل شتون نه لري. د رابرت کوخ د وینا مطابق، د کورونا ناروغۍ تر 90 سلنه ډېر ناروغان هغه کسان دي چې په کلینیکونو کې یې واکسین نه دي تطبیق کړي. ډېری وخت د واکسینو تطبیق د دې لامل شوی چې له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.
له خپل ځان او نورو کسانو څخه ساتنه وکړئ.
داسې کسان هم شته چې واکسین نه شي کولی. د نویو زېږېدلیو او ماشومانو لپاه تر اوسه هېڅ ډول تائید شوی واکسین شتون نه لري، او نور کسان د ځانګړیو روغتیايي حالاتو له امله واکسین نه شي تطبیق کولی دا کسان په هغه محیط پورې تړاو لري چې واکسین پکې تطبیقېږي.
د سفر پرمهال امتیازات
د رخصتیو د مسافرینو لپاره د واکسینو د تطبیق په برخه کې هېڅ ډول الزام شتون نه لري. نو پدې توګه: د هغو کسانو لپاره د سفر آزادۍ ډېرې دي چې واکسین یې کړي نسبت هغو ته چې واکسین یې نه دي کړي. د واکسین د تطبیق له ثبوت او سند پرته د یوه داسې شخص په حیث چې به سفر کې یاست، باید د واکسینو د پورہ خوندیتو په پرتله د لا سختو تدابیرو لپاره چمتو واوسئ.
ویروس مہ انتقالوئ۔
اوسنی ساینسی معلومات ښئي چی واکسین شوی خلک ډېر لږ پہ ناروغی اختہ کیږی۔. د تائید شویو واکسینونو په برخه کې دا د منلو وړ نه ده چې د واکسینو د تطبیق خطرونه دې د کورونا ناروغۍ له خطرونو ډېر وي - حتی په ځوانو او روغو کسانو کې..
د اضافه بارۍ له امله له د حفظ الصحې له سیستم څخه اضافي مراقبت
په هره اندازه چې ډېر کسان په کورونا ناروغۍ اخته کېږي او په روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا پیدا کوي، په هماغه اندازه په ژر فرصت سره کولای شو په روغتونونو، روغتیایي چارواکو او ټولو هغو د پالنې یا مراقبت په مرکزونو کې عملیاتي چارې له سره پیل کړو. په ډېری مواردو کې، د جدي ناروغیو پروړاندې د واکسینو تطبیق په روغتونونو کې د اوږمهاله ناروغیو پروړاندې حفاظت رامنځ ته کوي.
په کورونا ناروغۍ اخته کېدل د واکسینو له تطبیق څخه خطرناک دي.
ډېری خلک په اونیو او میاشتو د کورونا ناروغۍ له امله له رامنځ ته شویو زیانونو رنځ وړي. د تصویب شؤو واکسینونو سرہ، دا خورا امکان نہ لری چی دہ واکسین پایلی بہ دہ کورونا وایرس انتان پہ پرتلہ خرابی وی۔ حتی پہ زوانو صحی خلکو کی۔
او د خطرونه په اړه څنګه؟
د کورونا واکسینو د خطراتو په اړه ډېرې ادعاګانې موجودې دي. ډېری هغه غلطی دي. دلته به د هغو پوښتنو لپاره ځوابونه ترلاسه کړئ، چې ښائي مخکې مو له ځانه پوښتنہ کړیې وي.
آیا غواړئ پدې اړه نور هم پوه شئ؟
هیله من یو چې پدې توانېدلي وو چې د واکسینو د تطبیق په برخه کې روڼتیا رامنځ ته کړو. آیا غواړئ پدې اړه نور هم پوه شئ؟ وروسته لاندې ویدیوګانې او لېنکونه وګورئ:
اړونده ویدیوګانې
ویدیو: ولې د واکسینو تطبیق عقلانی تصمیم ګڼل کېږي (رانګار یوګشوار)
رانګار یوګشوار چې علمي مقاله لیکونکی دی پدې عقیده دی چې باید د کورونا د مخنیوي لپاره څومره چې کولی شو ډېر خلک واکسین کړو. هغه په خپله ویدیو کې د دې دیل وړاندې کوي ولې د واکسینو تطبیق عقلاني تصمیم ګڼل کېږي
. (لېنک)
ویدیو: د واکسینو د تطبیق په اړه حیاتي پوښتنې (Mai Thi Nguyen-Kim)
Mai Thi Nguyen-Kim یو کیمیا پوه او علمي لیکونکی دی. د هغه په ویدیو کې د واکسینو د تطبیق په اړه 7 مهمې پوښتنې ځوابېږي
هغه په وضاحت سر د واکسینو جوړښت او د هغې اغېزې تشرېح کوي. (لېنک)
ویدیو: د mRNA واکسینو د اغېزو څرنګوالی او د هغې احتمالي ګواښونه (مارتین مودر)
د مالیکولي فعالیتونو متخصص مارتین مودر، په خپله ویدیو کې د کووېډ-19 ناروغۍ پروړاندې د mRNA واکسینو اغېز تشرېح کوي. (لېنک)
اړونده لېنکونه
دلته د فدرال ادارې د عامې روغتیا وزارت د واکسینو د تطبیق په اړه د خلکو آوازو او ګنګوسو په اړه پوښتنو ته ځوابونه وایي:
د واکسینو د تطبیق په اړه معلومات
د WDR علمي شکل د واکسینو بی ضررتیا تشرېح کوي د
واکسینو پر بی ضررتیا:
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه هر ډول معلومات دلته پیدا کولی شئ :
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه هر ډول معلومات:
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د واکسینو د تطبیق په اړه معلومات
د واکسینو د تطبیق کتاب یا لارښود ډېری پوښتنو ته ځواب وړاندې کوي او اوس په انګلیسي، روسي، ترکي او عربي ژبو هم ژباړل شوی دی:
د واکسینو د تطبیق کتاب
لوی منشي ښاغلی کلاوس ولزل Klaus Welzel د جاري تحولایتو په اړه د کارپوهانو سره خبرې کوي:
RNZ-Corona-Podcast