حتی که چېرې ماشومان او نوي ځوانان د کورونا ناروغۍ له اعراضو او علائمو له څرګندېدو پرته هم روغ پاتې شي، ځینې یې په جدي توګه د مذکورہ ناروغۍ تر اغېز لاندې راځي او یا هم باید د اوږدې مودې لپاره له اعراضو او علائمو و رنځېږي. موږ په دغه وېب پاڼه کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د کورونا ناروغۍ د واکسینو په اړه هغه پوښتنې او ځوابونه چمتو کړي چې تر ټولو ډېر پوښتلے شوي دي.
پوښتنه او ځواب د doc.felix سره
د ناروغۍ پرمهال ماشومان او نوي ځوانان تر ځانګړي فشار لاندې وي. په ښوونځي او تفریحي ځایونو کې د محدودیتونو سربېره، د کورونا واکسینو د تطبیق په اړه هم پوښتنې موجودې دي. موږ غواړو ځوانانو ته ځانګړی فرصت چمتو کړو ترڅو پوښتنې یې په سمه توګه ځواب شي.
د واکسینو د تطبیق په اړه د ،هو، او ،نه، پوښتنې؟ څه ډول واکسینونه موجود دي؟ او زہ څنګه د واکسینو د تطبیق لپاره ځان ته نوبت نیسلے شم؟ دغو او دې ته ورته ډېرو نورو پوښتنو ته doc.felix په نوي قالب یعنې "Q&A او doc.felix"، #dranbleibenBW او د بادرن-وورتمبرګ د ځوانانو شورا ځوابونه وړاندې کوي. خپله پوښتنه په انستاګرام او یوتیوب کې د ویدیو له لارې او یام د ایمېل له لارې واستوئ:

د هغو ماشومانو لپاره د کورونا واکسین د تطبیق په اړه پوښتنې او ځوابونه چې عمرونه یې له 12 تر 17 کلونو پورې دي.
په لاندې نېټه پوښتنه مطرح کېده: 18.08.2022