حتی که چېرې ماشومان او نوي ځوانان د کورونا ناروغۍ له اعراضو او علائمو له څرګندېدو پرته هم روغ پاتې شي، ځینې یې په جدي توګه د ذکر شوی ناروغۍ تر اغېز لاندې راځي او یا هم باید د اوږدې مودې لپاره له اعراضو او علائمو و رنځېږي. موږ په دغه وېب پاڼه کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د کورونا ناروغۍ د واکسینو په اړه هغه پوښتنې او ځوابونه چمتو کړي چې تر ټولو ډېر پوښتلے شوي دي.
Aufzeichnung der digitalen Informationsveranstaltung
Die digitale Informationsveranstaltung zur Corona-Schutzimpfung für Kinder fand am 21. September 2022 statt. Für das Video sind Untertitel verfügbar.
Kinder stellen Fragen zur Corona-Schutzimpfung
د هغو ماشومانو لپاره د کورونا واکسین د تطبیق په اړه پوښتنې او ځوابونه چې عمرونه یې له 5 تر 11 کلونو پورې دي.
په لاندې نېټه پوښتنه مطرح کېده: 20.09.2022
په ماشومانو کې د ناروغۍ ګواښ
د IfSG راپور ورکونې ډېټا پر بنسټ، د 5-11 کاله عمر لرونکو ماشومانو ترمنځ د بستر کېدو کچه 0.2% وه. د کووېډ-19 د بستري کېدو د راپور ورکونې ډېټا د کووېډ-19 لپاره یا له کویډ-19 سره بستر شویو کسانو ترمنځ د توپیر نه کولو محدودیت لري. دغې ستونزې اوارولو لپاره، د مختلفو سرچینو ډېټا یو ځای شوې وه. دلته، 10,000 کسانو کې له 1 څخه لږ په SARS- CoV ناروغۍ اخته 5-11 کاله عمر لرونکي ماشوم له وړاندې ناروغیو لرلو پرته درملنې ته اړتیا لرونکې کووید-19 ناروغۍ له امله بستر شوي ول. په ټوله کې، 5-11 کاله عمر لرونکو ټولو ماشومانو کې د بستري کېدو او ITS داخلې کچه تر ټولو ټیټه وه. دغو پایلو او د IfSG راپور ورکونې ډېټا پر بنسټ، داسې باید وانګېرل شي چې د کوویډ-19 ناروغۍ شدت ټولو ناروغو کسانو په پرتله د 5-11 کاله عمر لرونکو ماشومانو کې ډېره ټیټه ده.
دې ته په کتو سره چې له 5 تر 11کلنو پورې ماشومان په کمه اندازه واکسین کېږي، د دغه عمر لرونکو کسانو په منځ کې ناروغي ډېره ده. د امېکرون ډول کورونا وایروس د ماشومانو لپاره په ځانګړي ډول دہ یو نہ بل تہ لګیدونکی دی. پدې توګه، بیا ھم داسې ثبوت شتون نه لري چې وښئي په امېکرون ناروغۍ اخته ماشومان تر نورو کسانو ډېر په شدیدو ناروغیو باندې د اخته کېدو د ګواښ سره مخ دي.
د PIM سندروم (د ماشومانو ګڼ سیستمي التهابي سندروم) یو ګڼ التهابي ناروغي ده چې کولی شي د کورونا ناروغۍ نه څو اونۍ وروسته په ماشومانو کې څرګنده شي. د PIMS رامنځ تہ کېدل د ناروغۍ په شدت پورې تړاو نه لري، پدې مانا چې که چېرې خپله د کورونا ناروغي خفیفه و اوسي، بیا هم کېدی شي رامنځ ته شي. علائم معمولا تبه، د ګېډې درد او کمزوری مقاومت دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې فعلي موندنې ښئي چې ماشومانو ته کورونا واکسینو تطبیق نه یوازې چې له کورونا ناروغۍ څخه ساتنه کوي بلکه د PIMS سندروم د بل ځل راڅګندېدو څخه هم مخنیوی کوي. (698/375) PIMS-TS په جرمني کې د ټولې وبا پر مهال د DGPI ثبتونې دفتر له لارې ثبت شویو قضیو 54% د 5-11 کاله عمر لرونکي ماشومان دي. نیمايي له دغو ماشومانو څخه جدي پاملرنې ته اړتیا درلود، 4% يي جدي مصنوعي تنفس ته اړتیا درلود او هېڅ ماشوم نه دی مړ شوی. د اومیکران بڼې خپریدو پر مهال، د ناروغۍ لوړې شمېرې سربېره د PIMS-TS قضیې لږ راپور شوي دي.
تر دې ځایه د معلوماتو وضعیت کم کار دی. سربېره پردې، په ماشومانو کې د "اوږدمهاله کووید" لپاره هېڅ تعریف شتون نه لري. هېڅ داسې واضح شواهد نشته چې وښئي ماشومان تر نورو ډېر په اوږد مهاله-کووېډ باندې د اخته کېدو د خطر سره مخ دي. په ماشومانو کې اوږد مهاله فزیکي محدودیتونه په ندرت سره ترسترګو شوي دي، په لوړ احتمال سره د PIM له سندروم وروسته. تمرکز د کووېد-19 ناروغۍ له امله په رواني اجتماعي زیانونو باندې دی. دا مشکل دی او پېژندل یې ستونزمن دي. علایم (لکه کمزوري، د تمرکز او خوب اختلالات، سردرد، د خپګان حالت) ډېر توپیر کوي او له اوونیو څخه تر میاشتې وخت نیولی شي. د کنترول شویو ډلو په ګډون څېړنو SARS-CoV-2 ناروغۍ لرونکو او نه لرونکو ماشومانو په علایمو کې لږ توپیر ښودلی دی.
د واکسینو تطبیق - سپارښتنې، جانبي عوراض، د واکسینو بی ضررتیا
د واکسیناسیون دائمي کمیسیون (STIKO) د هغو ماشومانو لپاره د واکسینو د تطبیق سپارښتنه کوي چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او څلورو کلونو ترمنځ دي او پدې برخه کې د ناوړه روغتیایی حالت سابقه لري. نیمګړي ماشومان په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته وايي چې د ناوړه روغتیایي حالت سابقه لري. د هغو ماشومانو خوندیتوب هم مهم دی چې په ګاونډ کې یې هغه کسان ژوند کوي چې د کووېډ-19 په شدیده ناروغۍ اخته دي.
د May-25-2022باندې، STIKOد 5-11 کاله عمر لرونکو ماشومانو لپاره خپل د واکسیناسیون سپارښتنې اصلاح کړې او سپارښتنه يي کړې ده چې ټول پخوا غیر واکسین شوي، د دغه عمر صحتمند ماشومان دغه عمر لپاره تایید شوی له mRNA څخه یو واکسین، غوره به وي چې د Comirnaty (10 μg)، ترلاسه کړي. د 5-11 کاله عمر لرونکو صحتمندو ماشومانو لپاره د واکسیناسیون د سپارښتنې موخه د SARS-CoV-2 معافیت ته وده ورکول دي، کوم چې باید د وایرس نویو بڼو یا د پېژندل شویو بڼو فرعي ډولونو سره د عفونت یا ناروغۍ په وړاندې خوندیتوب وړاندې کړي، تر څو په ندرت سره پېښېدونکی د کوویډ-19 ناروغۍ او بستر کېدو او همداراز نورو ممکنه پېچلتیاو مخنیوی وکړي، او د SARS-CoV-2 ناروغۍ غیر مستقیم پایلې، لکه تجرید یعنی بیلوالي او د کرنتین موده لږ کړي.
لومړنۍ یو ځلي واکسیناسیون څومره چې ممکن وي غوره معافیت رامنځته کوي، داسې انګېرل کېږي چې د %80څخه ډیرو دغه عمرلرونکو ماشومان له وړاندې څخه د SARS-CoV-2 وایرس ناروغۍ تجربه کړي دي. که چېرې د ناروغۍ پېښې په مجدد ډول ډېرې شي، اولیه واکسینو یا تقویتي واکسینو ته د ټولو ماشومانو اړتیا له سره ارزول کېږي.
هغه ماشومانو چې په شاوخوا کې یې داسې خپلوان او افراد اوسېږي چې په کووېډ-19 باندې یې د ابتلا ډېر خطر موجود دی، نه شي کولی چې د واکسینو له اثره په بشپړ ډول معافیت ترلاسه کړي، هغوی باید د اولیه واکسینو څخه هم یو دوز تطبیق کړي.
له وړاندې څخه ناروغۍ لرونکو ماشومانو لپاره، دوه واکسینونو او یو یا دوه تقویتي واکسینونو سره دلومړني معافیت سپارښتنه کیږي.
غوره دا ده چې له 5 تر 11 کلن ماشومانو ته واکسین د کومیرناتي (10 مایکروګرامه) له لارې تطبیق شي. له 6 تر 11 کلنو ماشومانو لپاره د سپایکوکس (50 مایکروګرامه) استفاده هم امکان مذیره ده. د موجوده معلوماتو ته د بیاکتنې پر بنسټ، دواړه Comirnaty (10 μg) او Spikevax (50 μg) دغه عمر کې په غوره توګه زغمل کېږي او د خوندیتوب هېڅ کومه اندېښنه نه لري. د Comirnaty (10 μg) ټولو پخوانیو تجربو پر بنسټ ،په 5-11 کاله عمر لرونکو ماشومانو کې واکسین سره تړلې د زړه د عضلاتو د پړسوب خطر د تنکیو ځوانانو او ځوانو مشرانو په پرتله ډېر لږ دی. د Spikevax (50 μg، 6-11 کلونو عمر لپاره تایید شوي دي) کارولو څخه وروسته پدغه عمر لرونکو کې د زړه د عضلاتو د پړسوب د خطر ډېټا تر اوسمهال یوازې له اساسي څېړنو څخه ترلاسه کیدای شي. له دې امله، STIKO ترجیحاً د 5-11 کاله عمر لرونکو لپاره Comirnaty سره د واکسیناسیون سپارښتنه کوي.
نه، د 5 تر 11 کلنو ماشومانو لپاره یو دوز واکسین کم دي (د Comirnaty لپاره یو ثلث، د Spikevax لپاره د هغې فعالې مادې نیمایي مقدار چې د لویانو په واکسینو کې استفاده کېږي).
STIKO په 25.05.2022 کې د 5-11 کاله عمر لرونکو ماشومانو لپاره خپل د واکسیناسیون سپارښتنه اصلاح کړه او له هغې راهیسې د دغو عمر ټولو غیر واکسین شویو، صحتمندو ماشومانو لپاره د یو واکسیناسیون سپارښتنه کوي.
له وړاندې څخه صحی مشکل لرونکو یا د خطر فکتورونه د کوم لپاره چې د بشپړ لومړني معافیت، او همداراز تقویتي واکسیناسیون سپارښتنه کوي د مثال په توګه په لاندې ډول دي: تومور، شدید یا نه کنترول شوې ساه لنډۍ، چاغوالی، د زړه ناروغۍ، شکرې، لوړ فشار، تریزومي 21، د رګونو لوړ فشار سره د زړه ستونزه، او مختلف نور نادرې ناروغۍ. بیا کتنه په 9 صفحه د ایپیډیمولوژیکي خبرتیا August 18, 2022 ده
په واکسین شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې ښائي معمولي حساسیتونه چې کېدی شي له یوې تر دریو ورځو پورې پرته له هېڅ ډول ناوړه پایلې خپله ورک شي رامنځ ته شي. د مثال په ډول، د تزریق یا پیچکاري په ځای کې درد، تبه، لړزه او سرخوږی د دغو نا موافق اثرات دي. د واکسینو د تطبیق له امله دغه رامنځ ته شوي حساسیتونه هم په لویانو کې د کلینیکي مطالعو له مخې تشخیص شوي دي، خو د پخوانیو مطالعو مطابق معمولا په ماشومانو کې کم دي.
په متحده ایالاتو کې، 9 میلیونه 5 څخه تر 11 کاله عمر لرونکي ماشومان تر ننه پورې د ماشومتوب Biontech/Pfizer واکسین ورکړل شوي دي. شدید جانبي عوارض په ندرت سره ښودل شوي دي. د VAERS راپور ورکولو د سیسټم په وینا، په متحده ایالاتو کې د واکسینونو هغه جانبي عوارض چې په اړه یې راپور ورکړل شوی، د نږدې 9 ملیونه هغو واکسین شویو کسانو له ډلې چې په دغه عمري قشر کې راځي، یوازې 12 هغه یې د زړه عضلې د پړسوب یا میکاډرېټ ستونزه درلوده چې ټولې یې خفیفې وي. نور ټول جانبي عوارض حتې له دې څخه لږ راپور شوي دي.
په لنډه توګه، Comirnaty باندې د خوندیتوب شته ډېټا په 5-11 کاله عمر لرونکو کې د تنکیو ځوانانو او ځوانو مشرانو په پرتله د زړه د عضلاتو د پړسوب ټیټ خطر سپارښتنه کوي. د واکسیناسیون اوږد واټن دغه خطر نور هم ټیټ کړ. شته معلوماتو پر بنسټ، د Comirnaty په اړه د خوندیتوب هېڅ نوي اندېښنې ونه پېژندل شوې. د Spkevax لپاره، د کارونې پر بنسټ هېڅ ډېټا نشته او، له دې امله، د خوندیتوب حتمي ارزونه تر دې دمه ممکنه نه ده.
د واکسین د غېزو د څرنګوالي له امله، نه باید د اوږدمهاله یا تېروخته عوارضو انتظار ولرو. واکسین څو ساعته تر څو روځو ورسته پورې په بشپړ ډول په بدن کې تجزیه کېږي. نا مطلوبه جانبي عوارض - د شتون په صورت کې - د واکسینو له تطبیق وروسته په لنډه موده کې رامنځ ته کېږي. نو پدې توګه ځینې وخت جانبي عوارض ډېر په ندرت سره د واکسینو له تطبیق وروسته رامنځ ته کېږي ځکه هغه یوازې د کافي اندازې څېړنو وروسته راڅرګندېږي: که چېرې د 50000 مواردو له ډلې یوازې 1 مورد جانبي عوارض ولري، که چېر (مثلا د ماشومانو د واکسینو د تائید په څېړنه کې) یوازې 5000 موارد ترڅېړنې لاندې ونیول شي، کشف به نه شي د هغو معلوماتو په اساس چې تراوسه د واکسینو د تطبیق په اړه په لاس کې دي، یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د شاوخوا 9 ملیونه واکسین شویو ماشومانو له ډلې هېڅ داسې ثبوت شتون نه لري چې په ماشومانو کې دې کوم ځانګړي جانبي عوارض رامنځ ته شوي وي.
نه. ثابته شوې ده چې د واکسینو تطبیق د ښخو په حاملہ کېدو یا د نرانو په حاملہ کولو باندې هېڅ اغېز نه لري. دا امر له بلوغ مخکې او د بلوغ پرمهل د نجونو او هلکانو په اړه هم صدق کوي چې .
هو، اومیکران بڼې په ځانګړی ډول کولی شئ د واکسین خوندیتوب څخه تېر شي. داسې شواهد موجود دی چې ښيي واکسیناسیون د ناروغۍ په صورت کې د ویروس بار کموي. کم امکان لري چې یو واکسین شوی شخص دې نورو ته وایروس انتقال کړي. له دې سربېره، واکسیناسیون د ناروغۍ شدید پرمختګ او پېچلتیاو څخه خونديتوب ورکوي.
نه، ماشومانو لپاره د تطبیقي واکسین تایید ته انتظار کول منطقي نه دی. که څه هم اومیکران بڼې لپاره تطبیق شوی واکسین د مشرانو لپاره جواز لري، د ماشومانو لپاره موجودیت به يي ډېر وخت ونیسي. د تطبیقي وړ واکسین موجودیت څخه وړاندې د ماشوم د ناروغ کېدو خطر، په ځانګړی ډول د اومیکران بڼې خپرېدو له امله، ډېر لوړ دی.
نوي غیر فعاله واکسینونه لومړی د مشرانو او یوازې راتلونکو اقداماتو کې او کله چې مناسبې څېړنې ترسره شی کوچنیو ماشومانو لپاره تایید کېږي. د پروټین پر بنسټ واکسین Nuvaxovid (Novavax) اوس مهال د 12 کالو او پورته خلکو لپاره تصویب شوی دا تمه نه کیږي چې د ماشومانو لپاره تصویب به په لنډه موده کې ترسره شي او د ماشومانو د خوندیتوب په اړه هراړخیز معلومات به په ورته ډول شتون. دا تمه نه کیږي چې د ماشومانو لپاره به په لنډه موده کې تصویب شي او د ماشومانو لپاره د خوندیتوب په اړه د پرتله کولو پراخه معلومات به شتون ولري، لکه څنګه چې اوس د BioNTech/Pfizer څخه د ماشومانو د واکسین دمخه تصویب شوي قضیه ده. د نن ورځې پورې موجوده علم ته په کتو سره، نه شو فرض کولی چې غیر فعال واکسین د ماشومانو د واکسینو په پرتله چې مخکې دBioNTech/Pfizer لخوا تائید شوی، د اغېز او حفاظت له اړخه ګټې لري. سربېره پردې، د دغه قشر خلکو لپاره د واکسینو له تطبیق مخکې، په کورونا باندې د ماشوم د اخته کېدو ګواښ ډېر دی. د واکسین کولو په پایله کې د زړه د عضلاتو د سوزش خطر بیا د ځوانانو په پرتله د پام وړ کم دی او له هرڅه دمخه د کورونا ناروغۍ په پرتله خورا کم دی: په مهمه توګه، جواز لرونکی mRNA واکسین هم یو ژوندی واکسین نه دی، ځکه چې د تکرار وړ رنځجن نه کارول کیږي. په بدله کې یې هغه واکسینونه چې دmRNA په اساس فعالیت کوي، د مړو او ژوندیو واکسینو ګټې پرته له دې چې د پام وړ عیبونه ولري، سره ترکیب کوي.
که ناروغي تازه وي، معافیت فرض کولی شو. که ناروغۍ پخوانۍ وي، معافیت کېدی شي کمزوری شي. بیا د واکسیناسیون سپارښتنه کېږي، په ځانګړی ډول پخوانۍ ناروغي لرونکو ماشومانو لپاره. د ناروغۍ او واکسیناسیون ترمنځ وړاندیز شوی واټن لږ تر لږه درې میاشتې، او غوره واټن شپږ میاشتې دي.
عملي پوښتنې
ماشومان ګډون حق لري او د هغوی ودې ته په کتو سره باید هغو ته په هغو پرېکړو یا تصامیمو کې حق ورکړل شي چې په ژوند یې اغېز لري. نو پدې توګه، د هغې پرېکړې مسؤولیت چې آیا ماشوم باید واکسین شي که څنګه، والدینو ته متوجه کېږي نه ماشوم ته. ځانګړي مواد چې واکسیناسیون په اړه پوښتنو ته په داسې ډول چې ماشومانو لپاره پرې پوهېدل اسانه وي، د مثال په توګه، د روغتیا فدرالي وزارت پاڼو کې، په لوګو! کورپاڼه باندې او دلته د ښکته کولو برخه کې موندل کېدی شي.
د ماشومانو متخصصین د واکسینو د تطبیق په برخه کې رابطہ کؤلو دہ پارہ لومړنی اھم خلک دی. د ماشومانو ډېری متخصصین د واکسینو د تطبیق د دائمي کمېټې (STIKO) د اصولو له مخې، د والدین د رضایت په صورت کې، هغه ماشومان وکسینوي چې عمرونه یې د 5 او 11 کلونو ترمنځ دي. همدارنګه د ماشومانو لپاره د واکسینو د تطبیق په مرکزونو کې د ځانګړیو واکسینو وړاندیزونه هم شتون لري. د واکسیناسیون کولووړاندیزونوباندې بیاکتنه په dranbleiben-bw.de کې شتون لري؛ دلته تاسې په ځانګړی ډول د ماشومانو لپاره د واکسیناسیون وړاندیزونه هم پلټی شئ. پردې سربېره، بادن ورټمبرګ کې د واکسیناسیون ملاقات وختونه په انلاین بڼه په www.impftermin-bw.de باندې ټاکلی شئ. یا 0800/28227291 سره اړیکې له لارې.
هو. د ماشومانو لپاره د واکسینو د تطبیق په موخه د قانوني پالونکي د رضایت اعلان اړین دی. یوازې د ځوانۍ له عمر څخه(شاوخوا 14 کالو) راپدېخوا داسې موارد موجود دي چې په هغې کې ځوان د ځان په اړه پرېکړې کولی شي که چېرې دواړه والدین مشترک مسؤلیت لري، نو دواړه والدین باید رضایت ورکړي. د انحصاري ساتنې یا مسؤلیت لپاره دوهم لاسلیک اړین دی.
د هر ډول واکسینو د تطبیق لپاره دیجیتلي تصدیق پاڼه ورکول کېږي چې والدین هغه په خپل ځیرک تلفون کې د Corona-Warn-App یا CovPass-App په اپلېکشنونو کې هم کتلے شی۔. د QR کوډ له لارې د ډیجیټل واکسینو سند د کاغذ په بڼه هم کارول کیدی شي. د واکسین کولو کارتونه هم شتون لري چې د درملتونونو لخوا رامینځته شوي، د بیلګې په توګه (د فیس لپاره). دا د هغو ماشومانو لپاره چې جوال یعنی تلیفون نلري بله لاره ده چې د دوی د واکسین سند له ځان سره ولري.
نه. کله چې د ماشومانو ته واکسین تطبیقوم، د ماشوم لپاره څه شی خورا مهم دي. قانوني اړتیاوې دا تضمینوي چې ماشومان اسانتیاوو او پیښو ته لاسرسی ولري، د بیلګې په توګه، حتی د واکسین پرته.
اړونده لېنکونه
نور معلومات (په ځانګړي ډول دماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره)